rtl
1401-01-01
د وري لمړۍ 1401
ښاغلی مولوي محبت الله فیضاني د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو دولتي لوی رئیس له لورې د شرکت یو شمېر رئیسانو او آمرینو
په شتون کې د دې ادارې کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد رئیس په توګه وروپېژندل شو.
پدې مراسمو کې چې د کلام الله څو
مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول؛ د شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي،
ښاغلی محبت الله فیضاني یو عالم او وړ شخص وباله او د الله تعالی له درباره یې ورته
د اسلامي اصولو په رڼا کې د دعوت او ارشاد په اوامرو کې د بریاوو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دعوت او
ارشاد ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی ریاست په چوکاټ کې یو نوی
ایجاد شوی ریاست دی او تمه ده چې خپلې دندې به د اسلامي اصولو او ارزښتونو له مخې
په وعظ او نصیحت سره پرمخ یوسي.