rtl
1401-03-15
یونۍ
15 غبرګولی 1401
د
ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسئولینو لومړنۍ ناستې په موخه د شرکت
اداري غونډه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله
احمدي په مشرۍ او مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
غونډه
د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه
راغلاست ترڅنګ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د ټولو زونونو او دویمي
واحدونو مسئولینو سراسري غوڼدې ترسره کېدل یو ارزوونکی ګام وباله او زیاته یې کړه
چې؛ د مسئولیت منل، ارزونه او روڼتیا، ښاریانو
ته د موثرو چوپړونو وړاندې کول، د شرکت پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو څېړنه، د
شبکو پراختیا څرنګوالی او د عوایدو او پورونو راټولول به په راتلونکي غونډه کې د
بحث اړین ټکي وي.
د
غونډې په دوام کې رئیسانو او آمرینو په خپل وار په غونډه کې د شته موضوعاتو په اړه
تفصیلي خبرې وکړې چې په پای کې د شرکت لوی رئیس له لورې لازمې پرېکړې ترسره او
مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونې وشوې.