rtl
1401-04-12
یونۍ، چنګاښ 12مه 1401
د اوبو رسولو شرکت اجرایوي پلاوي
غونډه، د ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرتابه او د شرکت اجرایوي غړو په شتون
کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو
په تلاوت سره پیل شوه. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي
انجنیر نعمت الله احمدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، پېرودونکو
ته د غوره چوپړونو وړاندې کولو او خپلو ورځينیو چارو چټکولو په موخه د شرکت
اجرايوي او اداري غړو ته د اونیزو جلسو جوړولو
لارښوونه وکړه؛ چې له لارې به یې فعاليتونه، لاسته راوړنې او پلي شوي کارونه او
همدارنګه د راتلونکې اونۍ پلانونه وړاندې شي.
ورپسې، د شرکت مرکزي رئیسانو او
آمرينو په خپل وار، په اجنډا کې شته موضوعات لکه: د بانکي قراردادونو تعدیل، د
پورونو راټول، د شبکې پراختيا، د اوبو رسولو په زونونو کې د خرابو ميټرونو تمويل
او تعويض، د شرکت امنیت تامینول، د شرکت دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ديني برنامو
تنظيم، د شرکت مالي او اداري چارو تنظیم او د شرکت قراردادونو اړوند خبرې وکړې، چې
له خبرو اترو وروسته پرې د شرکت اجرايوي غړو لخوا لازمې پرېکړې وشوې.