rtl
1401-04-23
پنځنۍ د چنګاښ 23مه 1401
د لوی اختر په ویاړ د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د شرکت لوی ریاست
له کارکوونکو سره وکتل.
مراسم چې د قران کریم څو مبارکو ایتونو
په تلاوت سره پیل شول؛ لوی رئیس د لوی اختر مبارکي ټولو کارکوونکو ته وړاندې کړه
او زیاته یې کړه چې؛ د الله تعالی شکر ادا کوو چې دا اختر په ټول هېواد کې د امن
په فضا کې پای ته ورسېد او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه
چې شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
همدارنګه د شرکت لوی رئیس په ټولو
زونونو کې د اوبو رسولو چوپړونو په دوام او موثریت ټینګار وکړ، د شرکت ټولو
کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په ورځنیو چارو کې د ښه والي او د څښاک اوبو په
برخه کې د ښاریانو د ستونزو ته د رسېدنې په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.
د پروګرام په دوام کې ښاغلي احمدي،
مکافات او مجازات د یوې ادارې د اصل په توګه یاد کړل او ویې ویل: هغه کارکوونکي چې
خپلې ورکړل شوې دندې په ریښتیني توګه، په ځانګړي ډول د لوی اختر په ورځو کې ترسره
کړي، بې مکافاتو به پاتې نشي او هغه کارکوونکي چې په خپلو دندو کې ناغیړي کوي د
بخښلو ندي.
په پای کې د کابل زون اوبو رسولو
ریاست عملیاتي آمر ښاغلي قاضي امین الله
سلطاني د شرکت کارکوونکو په استازیتوب د شرکت لوی رئیس او کارکوونکو ته د لوی اختر
مبارکي وړاندې کړې او زیاته یې کړه چې، د اوبو رسولو شرکت کارکوونکو د اختر په
ورځو کې شپه او ورځ د خپلو پېردونکو په چوپړونو کې و او د اوبو رسولو چوپړونه، پدې
ورځو کې په نورمال بڼه او تولید، ذخیره او ویش ېې له ځنډه پرته ترسره شوي دي.