rtl
1403-07-17
د سرپل ولایت د ښاري اوبو
رسولو آمریت له لیدنې وروسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي
مولوي غلام الرحمن «کظیم» د شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي انجینر نصیر احمد «احمدي» او
د شمال زون د ښاري اوبو رسولو ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالربی «کامران» په ملتیا یې
د اندخوی د اوبو رسولو له مدیریت څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې
د اندخوی د ښاري اوبو رسولو مدیر د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ښار اوسیدونکو ته د یاد مدیریت د وړاندي شویو چوپړتیاوو راپور په مفصل ډول وړاندې کړ، او همدارنګه په دغه
اداره کې مسؤلینو د هغو ستونزو او وړاندیزونه یادونه وکړه چې د اوبو رسولو خدماتو
لپاره ګټور تمامیږي، چې د شرکت د لوی رئیس له لوري ورته یادو وړاندیزونو او ستونزو
ته د رسیدو اطمینان ورکړل شو.
د دغې لیدنې په
دوام د شرکت لوی رئیس د اوبو رسولو مدیریت
د اوبیزو سرچینو ، انتقالي، او توزیعي پروژو او امو-اندخوی نيمه کاره پروژې څخه لیدنه
ترسره کړه ، او همدارنګه د ښار اوسیدونکو ته د مؤثرو چوپړتیاوو، د اوبو رسولو د
پروژو د تأسیساتو ساتنې، او د اوبو سرچینو څخه د سالمې استفادي په اړه یې
کارمندانو ته لازمې لارښوونې وکړي.