rtl
1403-07-23
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي
انجنیر نصیر احمد احمدي، تدارکاتو رئیس ښاغلی سردارولي عثمان او د کابل زون رئیس ښاغلي
انجنیر شفیع الله زاهدي په ملتیا د کابل ښار باغ بلا لس زره متر مکعب ذخیرې څخه د
سرای شمالي سیمې ته د لیږدونکي پایپ د تعویض پروژې بد کار له بهیرڅخه څارنه وکړله.
د یادې پروژې تطبیق
کوونکو مسؤلینو د کار د پرمختګ او د پروژې پروخت او مؤثر تطبیق د څرنګوالي په اړه
د شرکت لوی رئیس ته معلومات وړاندې کړل او شرکت رهبرۍ مقام له لورې د کار د ښه کیفیت
او د چارو د تیزوالي په اړه اړینې لارښونې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د یادې
پروژې د لیږدونکي پایپ اوږدوالی (۲۰۵۰) متره، قطر یې (۴۰۰) ملي متره او لږښت یې
شپاړلس میلیونه افغانۍ کیږي چې د شرکت له داخلي بودجې څخه تمویل او تطبیق کیږي.
د یادې پروژې چارې یوه میاشت
وړاندې پيل او ټاکل شوې چې د درې میاشتو په موده کې پای ته و رسیږي د دې پروژې د
کار پای ته رسیدو په صورت کې به (۱۷۰۰۰) کورنۍ د څښاک له صحي اوبو څخه ګټه واخلي.