rtl
1403-09-06
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم وویل د ناستو ترسره
کولو موخه تنها د میز تر شا راټولیدل نه دي او زیاته یې کړه: مونږ خپلې ادارې او
ملت ته مسؤل او ځواب ویونکي یو؛ نو بنا زمونږ هره پریکړه باید د ستونزو حل، د خنډونو
لمنځه وړونکې او د چارو د پرمختګ لپاره یو نوښت وي.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی ریاست مقام کې د اجرایوي کمیټې ناسته ترسره شوه، یاده
ناسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی ریاست د کمیټې محترمو غړو،
مرکزي رئیسانو او امرینو په ګډون ترسره شوه، د دفتر لوی آمر د تیرې ناستې د پریکړو
څخه د یادونې ترڅنګ د مرکزي ریاستونو او امریتونو په وخت د راپورونو پر وړاندې
کولو تأکید وکړ.
په دوام کې د کمیټې
محترمو غړو، مرکزي رئیسانو او آمرینو په اجنډا کې د شاملې موضوعګانو( ستراتژیک
پلان، د پیرودونکو طلبات، د تدارکاتي پروسې د ستونزو حل او نورو ادارې متفرقه
موضوع ګانو) په اړه د اجرایوي کمیتې له لورې بحث د نظرونو تبادله او هراړخیزې پریکړې
ونیول شوې په پای کې د شرکت رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښونې وشوې.