rtl
1403-09-19
د اوبو د کیفیت د تثبیتولو او له ککړتیا څخه د
اوبو رسولو شبکو د ساتلو په موخه؛ د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هیواد په شپږو لویو ښارونو
کې د اوبو د ککړتیا د کچې معلومولو په موخه سروې ترسره کړې او د یادې سروې پایلې یې
د یادې کمټې له لورې راغلي پلاوي د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی ریاست
تخنیکي رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي، د کابل زون رئیس ښاغلي انجنیر شفیع
الله زاهدي او د ریاست انجنیرانو په حضور کې د پرزنټیشن په توګه وړاندې کړې.
یاده سروې په کابل، هرات، قندهار، جلال آباد،
کندز او مزار شریف ښارونو کې ترسره شوې چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت له اوبیزو سرچینو څخه یې اوبو نمونه اخیستې او له درې ډوله ازموینې (کیمیاوي،فزیکي
او بیولوژیکی) له هغو نړیوالو معیارونو سره چې د اوبو د ککړتیا کچه څرګندوي سنجول
شوې او ترلاسه شوی راپور یې ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت په اختیار کې ورکړل شو.