rtl
1403-09-21
د ژمي فصل د پیلیدو
او د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اساس، د کابل ښاروالۍ په نوښت د « هوا ککړتیا مخنیوی او د چاپیریال ساتنه » تر عنوان لاندې د کابل ښاروالۍ
د رهبرۍ مقام، د اړونده دولتې ادارو مسؤلینو، علمای کرامو، د ګذر وکیلانو، او یو
شمیر ځوانانو په شمول دغه پروګرام ترسره شو.
په دغه پروګرام کې
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني خبري وکړي او ويې ویل:
د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د مرکز ګرمیو په سیستم کې د دود د تصفیې فلتر د
فعالولو او نصبولو د څرنګوالي او د ۴۰۰
حدودو په شاوخوا کې ودانیو نظارت او ارزیابي کړي چې په نتیجه کې لازم اصلاحات
راغلي او دغه لړی همداسې ادامه لري.
په دوام یې د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوي غلام الرحمن« کظیم» د داسې پروګرامونو
د ترسره کیدو د هرکلي ترڅنګ، نوموړي د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي په موخه د دغه
شرکت د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: دغه ریاست په کابل ښار
کې د فاضلابو ټولې تصفیه خانې چک کړي او د دغه رياست له خوا ټولو دولتي ادارو او
لوړو ودانيو ته د کار معياري تطبيق کيدو او د تصفیه خانو د لا زياتو غيرمتمرکزو
فابريکو د جوړولو کار روان دى.
همدارنګه د
اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزی، د چاپيریال
ساتنې ملي اداري رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې د
پوهنځي استاد سیدکاظم هاشمي د دغه ډول پروګرامونو د ترسره کیدو هرکلی وکړ.