rtl
1403-09-25
د اوبو رسولو چوپړتیاوو
د پراختیا او فاضلابو چارو د لا زیاتو تنظیمولو په موخه، نړیوال بانک په پام کې
لري چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره خپلې مرستي بیا پیل کړي.
د انلاین غونډې
په جریان کې چې د فاضله موادو د تنظیم چارو رئیس انجینر فایق الله «جمال» او د
شرکت حقوقي مشاور سید هدایت الله «هاشمي»
او د نړیوال بانک د استازي په شتون کې ترسره شوه. د د فاضله موادو د تنظیم
چارو رئیس انجینر فایق الله «جمال» د دغه ریاست د کړنو او پروګرامو په اړه معلومات
وړاندې کړل، او په دغه برخه کې یې د نړیوال بانک څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
په دوام یې د نړیوال
بانک د دوامدار پرمختګ پروګرام مشر ښاغلي اولیور لودینا د نړیوال بانک په استازیتوب
د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره په پلانونو او طرحو خبري وکړي او ژمنه يې وکړه چې په نیږدي
راتلونکې کې به د دوامداره ناستو په ترڅ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت د چوپړتیاوو په برخه کې مرستي وکړي.