rtl
1403-10-01
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د عملیاتي چارو رئیس ښاغلي
انجنیر نصیر احمد احمدي په ملتیا د کندهار زون ریاست، زرنج ښار ریاست، فراه او شینډنډ
ښار اوبو رسولو آمریتونو له لیدلو وروسته د هرات زون اوبو رسولو ریاست څخه لیدنه
ترسره کړه.
لوی رئیس په یاد ریاست کې د یوې ناستې په دایرولو
د هرات زون رئیس، آمرینو او کارکوونکو سره د هرات ښاریانو ته د ښو خدماتو وړاندې
کولو په څرنګوالی بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ناستې په پيل کې د هرات
زون رئیس الحاج عبدالواحد شفیق لوی رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ریاست د کړنو
او لاسته راوړنو په هکله وویل او د لا ښه وضاحت په موخه یې د پرزنټیشن په وړاندې
کولو سره د یاد ریاست لنډه پیژندنه، تر پوښښ لاندې سیمې، عواید او لګښتونه او د
۱۴۰۳ کال تر لړم میاشتې پورې د هرات زون د مالي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د یادو موضوعګانو له
اوریدلو وروسته د یاد ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په پوره اخلاص او دیانت
سره خپلې دندې سرته ورسوي او د چارو پر وړاندې د خنډنو لمنځه وړلو ډاډ یې ورکړ.
د ناستې په پای کې د شرکت
لوی رئیس د هرات زون ریاست ټول کاري څانګې ولیدلې او د کارکوونکي نظریات یې له نیږدې
څخه واوریدل.
همدارنګه لوی رئیس په یاد
سفر کې د هرات ولایت والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره ولیدل او په یاد ولایت کې د
اوبو رسولو پروژو او د ولایت مقام د همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.