rtl
1403-10-03
د هرات زون
اوبو رسولو ریاست له لیدنې وروسته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی
رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت عملیاتي رئیس انجنیر نصیر احمد احمدي او هرات
زون رئیس په ملتیا د بادغيس ولایت د ښاري اوبو رسولو آمریت څخه لیدنه ترسره کړه.
د یاد سفر په پیل
کې د شرکت لوی رئیس د بادغیس ولایت والي ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري سره ولیدل،
او په یاد ولایت کې يې د اوبو رسولو چوپړتیاوو او د اوبو رسولو شبکو پراختیا په اړه
بحث وکړ.
همدارنګه د
شرکت لوی رئیس د بادغیس ښار د اوبو رسولو تأسیساتو، څانګو، اوبیزو سرچینو، انتقالي
او توزیعی شبکو څخه لیدنه ترسره کړه او د اوبیزو سرچینو څخه د ګټورې ګټې اخیستنې،
د اوبو رسولو تأسیساتو ساتنې او ښاریانو ته د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په اړه
مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.