rtl
1403-10-03
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رياست سرپرست ښاغلي شکیل احمد خیرخواه ( قاري
ذاهب ) د مرکزي رئیسانو په ګډون UNDP ( ملګرو ملتونو د
پرمختګ او پراختیا پروګرام) له پلاوي سره ولیدل.
په پیل کې د شرکت
سرپرست ښاغلي قاري ذاهب د ښه راغلاست ترڅنګ د شرکت د کړنو، لاسته راوړنو او پروګرامونو
په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په دوام
کې په سیمه کې د ملګرو ملتونو د ساحوي پروګرامونو د استازي مرستیالې آغلې ( دوبل
موکرجی) د یادې ناستې له دایریدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه: د ملګرو ملتونو
د پرمختګ او پراختیا پروګرام له ۵۰ کلونو راهیڅې په افغانستان کې فعالیت لري او
آغلې موکرجي وویل هیله ده چې یاد سازمان به په نیږدې راتلونکي کې د ناستو په دایرولو
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره په بېلابېلو څانګو کې دوامداره مرستې
ولري.